په لغمان کې پر یو کور د هاوان لګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي دي
کابل / د غبرګولي ۲۳ مه / باختر
د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په کوټالي سیمه کې پر یو کور هاوان لګیدلی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند مقصود آغا د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه هاوان وسله والو طالبانو توغولی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال