امنیت

په لغمان کې پر یوه کور د توغندي د لګېدو له امله شپږ تنه ټپیان شوي دي

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۹ مه
د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په منځه ګل کلي کې، د وسله والو طالبانو یو توغول شوی توغندی پر یوه کور لګیدلی دی چې له امله یې د څلورو مېرمنو په ګډون شپږ ملګي وګړي ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو توغول شوی توغندی پر یوه کور لګیدلی و چې له امله یې ګڼ شمېر وګړي ټپیان شوي وو.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې افغان ځواکونو د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدولي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته