روغتیا

په لغمان کې نږدې ١٦٠ زره ماشومانو ته د ګوزڼ د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

کابل/ باختر د وږي ۹مه
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لاسونو پرون دوو ماشومانو ته د ګوزڼ د واکسین د دوو څاڅکو په تطبیق سره دغه درې ورځنی کمپاین په رسمي ډول پیل شو چې تر چهارشنبې به دوام وکړي.
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
د دغه کمپاین په ترڅ کې به په ټول لغمان کې ( ۱۵۹۷۷۸ ) تنه هغو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین تطبیق شي چې عمرونه یې له پینځو کلونو کم وي.
د ګوزڼ د واکسین د عمومي کمپاین د پیل پر مهال د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالطیف قیومي وویل چې د اوس لپاره دوی د واکسین د تطبیق پر وړاندې په یو شمېر سیمو کې ځینې ستونزې لري، خو په دې هڅه کې دي چې هېڅ ماشوم چې په شرایطو برابر وي، له واکسین څخه پاتې نه شي.
ده زیاته کړه: د الینګارولسوالۍ په هغو سیمو کې چې د واکسینونو د کمپاین پر وړاندې په کې ستونزې شته دي، د سیمو د قومي مشرانو، دیني عالمانو او جهادي مشرانو سره یې خبرې روانې دي او هیله من دی چې دغه خنډونه به له مخې لرې شي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي بیا د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د ګوزڼ او نورو واکسینونو د تطبیق پروسه ورته د کارونو په لومړیتوبونوکې ځای لري.
ده زیاته کړه چې د عامې روغتیا مسوولین دنده لري ترڅو دغه پروسه په ښه توګه مدیریت کړي او دی به یې خپله نظارت او څآرنه وکړي.
ښاغلي نعیمي په دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو غږ وکړ چې په یوه خوله د عامې روغتیا له مسوولینو سره د دغې پروسې د تطبیق او کامیابۍ په برخه کې اوږه په اوږه کار وکړي او پرې نه ږدي چې څوک د دغسې روغتیايي کمپاینونو د پلې کېدو پر وړاندې خنډونه را ولاړ کړي او زموږ راتلونکي نسلونه په یوه او بله پلمه له روغتیايي خدماتو بې برخې پاتې کړي.#

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته