په لغمان کې لومړنى جمنازيوم پرانيستل شو

کابل /د غبرګولې ٥مه /باختر
د لغمان په مرکز مهترلام ښارکې لومړنى جمنازيوم پرانيستل شو.
دغه جمنازيوم د ختيځو ولايتونو په کچه کولاى شي د رزمي ، واليبال، فوټسال او د باسکتبال د سياليو د ترسره کولواوتمرين لپاره ښه ځاى وي.
دغه جمنازيوم د هندوستان په مرسته د ٣٨ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
د لغمان د ورزش د ادارې آمر بادام ګل ملتزم باختراژانس ته وويل چې د دغه جمنازيوم په پرانستلوسره به په دغه ولايت کې ورزش نور هم وده وکړي.
هغه وويل چې په لغمان کې پخوا ورزشي جمنازيوم شتون نه درلود .
د لغمان والي رحمت الله يارمل د دغه جمنازيوم د پرانيتسلو په مراسموکې وويل چې د ورزشي تاسيساتو د جوړولو او امکاناتو د برابرولو له لارې هلې ځلې کوي چې د لغماني ځوانانو ترمنځ ورزش لازياته وده وکړي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته