په لغمان کې له جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل / د غبرګولي١۴مه / باختر
سره میاشت نن په لغمان کې له سلګونو جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وکړه.
دغه کورنۍ په خپلو سيمو کې د جګړو له امله بې ځايه شوې او په ښار کې ځاى پرځاى شوې دي چې سرپناه، درملو، خوړو، اوبو او نغدو پيسو ته اړتيا لري.
د لغمان د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د افغاني سرې مياشتې ټولنې په دې دوره کې له ٢۶١جګړه ځپلو کورنيو سره د خيمو، فرشونو، شړيو او د اړتيا وړ نورو وسايلو مرسته وکړه.
مسوولين وايي چې په لغمان کې له اړو کورنيو سره د مرستو لړۍ دوام لري
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته