په لغمان کې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول
کابل باختردکب دمياشتې٢٣ نيټه :
لس تنه ډار اچوونکي په لغمان ولايت کې دعملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو ډاراچوونکو نن سهار د مهترلام ښار ته څيرمه او په الينګار ولسوالۍکې د دوى په مرکزونو بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ده وويل ؛ ډار اچوونکي په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
ديوبل خبرله مخې ؛ پوځيان د دغو عملياتو په بهير کې بريالي شوي دي چې دمهترلام _ الينګارولسوالۍ دلويې لارې په دواړو خواو کې په لسګونو کلې دډاراچوونکوله شتون څخه پاک کړي.
ويل کيږي په دغو عملياتو کې د طالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپوهم د پوځيانولاسته ورغلى دى.
دهېوادپه ختيځ کې پوځي مقاما ت وايي چې دمهترلام _ الينګار په لويه لاره کې به دبشپړ امنيت تر تامينولو پورې دطالبانو په سنګرونو خپلو بريدونو ته دوام ورکوي . پاى ج ذ