خبرونهاقتصاد

په لغمان کې لسګونه جریبه غصب شوې ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

 کابل/ غوايي۲۲ مه/ باختر

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون وايي چې د مهترلام بابا په دښته کې د کډوالو ښارګوټي اړوند  ۱۰۰ جریبه ځمکه يې د غاصبینو له منګولو بېرته خلاصه او هلته جوړې شوې ودانۍ یې نړولې دي.

د یاد ولایت د ځکمو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشر او مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري باختر آژانس ته وویل چې ولایتي اداره ژمنه ده چې په لغمان کې ټولې غصب شوې ځمکې بیرته ترلاسه او غاصبین يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم د ټول هېواد په سطحه د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو او له غاصبینو سره يې د قانوني چلند خبر ورکړی و، چې تر دې دمه په بیلابیلو ولایتونو کې زرګونه جریبه غصب شوې ځمکه د غاصبینو له منګولو څخه خلاصه شوې ده.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته