په لغمان کې طالبانو ته د سر دروند زيان

 کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
په لغمان ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
دغه جګړې د اليشنګ او الينګار په ولسواليو او د مهترلام ښار په شاوخوا سيمو کې د امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتوپه بهيرکې رامنځته شوې دي.
د لغمان ولايت يو پوځي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړوکې  د دريو تنو پاکستاني ډار اچوونکو په ګډون څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شوي  او  لسګونو تنو نور يې ټپيان شوي دي .
ده وويل: د دغو عملياتوپه بهيرکې وسله وال طالبان له گڼ ميشتو او مهمو لارو او سيمو څخه په شا تمبول شوي دي .
  ويل کيږي؛ په دغو عملياتوکې په لسګونو سپکې او درندې وسلې د پوځيانو لاس ته ورغلې دي .
د لغمان ولايت پوځي مقامات وايي: دغه ځانګړي عمليات به د ډار اچوونکو له شتون څخه د لغمان ولايت تربشپړ پاکولو او د دغې ډلې د فعاليتونو د خطر تر کمښت پورې دوام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته