امنیت

په لغمان کې زرجريبه ځمکه د غاصبانو له منګولو څخه واخستل شو

کابل – باختر د وري دمياشتې ٤
د غصب شويو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په موخه يوه مياشت مخکې د جمهور رييس له خوا يو فرمان صادر شو چې په همدې اړوند د لغمان ولايت مقام موظف کميسيون ته لارښوونه وکړه چې په دې لاره کې په کار پيل وکړي .
د لغمان ولايت مرستيال او د غصب شويو دولتي ځمکو د بيا ترلاسه کولو د کميسيون رييس شهزاده مظلوم يار د باختر آژانس خبريال ته وويل: موږ خپل کار د مهترلام باب له دښتې څخه چې د کوچنيانو له خوا غصبې شوې دي؛ پيل وکړ او زر جريبه دولتي ځمکه مو د غاصبينو له منګولو څخه ترلاسه کړه.
خبرځاى وويل: اوس چې يو شمېرکسان په کابل کې د مدني ټولنې په نامه د دغه کميسيون د اجرااتو پرخلاف غبرګون ښيي؛ حقيقت همدا دى چې موږ د جمهور رييس د فرمان له مخې غصب شوې ځمکې دولت ته ګرځولې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته