په لغمان کې د ۴ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې
کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر
د لغمان ځايي مسوولینو د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د قومونو په مرسته د ۴ کیلو متره سړک د رغولو چارې د پیل خبرورکړی دی.
د لغمان د قرغيو ولسوال قاري زاهدالله فاتح د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه سړک د سيمې د ځايي اوسېدونکو په مالي لګښت له اندوره تر بولانه د ۴ کيلومترو په اوږدوالي او ۵ مترو په سور جوړېږي چې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
بل لور ته د سيمې اوسېدونکو په استازيتوب انجنير زمريالي او ملک سميع الله په خپلو خبرو کې له مسولينو څخه د مننې ترڅنګ وويل چې یاد سړک په جوړېدو سره کولای شي خپل روغ، رنځور او کرنيز حاصلات په ښه توګه تر عمومي سړک ورسوي.
د يادونې وړده چې تر دې وړاندې د همدې ولسوالۍ د زيړانيو سيمې اوسېدونکي هم خپلمنځي ناسته کړې وه او د قرغيو ولسوال ته یې ډاډ ورکړى و چې دوى به د خپلې سيمې ١١ کيلومتره سړک پخوي.