په لغمان کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت پر نږدې ۳۰۰ جریبه د مالټو بڼونو جوړېږي
کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
د لغمان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین د دغه ولایت په مرکز مهترلام، الیشنګ، او قرغیو ولسوالیو کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونو د جوړېدو خبر ورکوي.
د لغمان والي قاري زین العابدین عابد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت پر ۲۸۰ جریبه ځمکه د مالټې بڼوڼه جوړیږي، چې ورسره سم په لغمان کې د باغدارۍ برخه لاپیاوړې شي.
په ورته وخت کې د کرنې اوبو لګولو رئیس مولوي محمد ولي محسن وویل چې په مرکز مهترلام، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له خوا دغه بڼونه جوړیږي چې د حاصلاتو له رسېدو سره سم به یې دغه ولایت په یاده برخه کې پرځان بسیا شي او صادارت به ولري.
محسن زیاته کړه، پر ۲۸۰ جریبه ځمکه به ۱۲۹ بڼوالو ته بڼونه جوړ شي او دوی به ترې وخت پر وخت څارنه کوي.
د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې پراختیا، کرنې او نورو برخو کې ګڼ شمیر پروژې پلی کیږي چې زرګونه تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.