په لغمان کې د یوه کانال د رغولو چارې بشپړې شوې 

کابل، د لېندۍ ۱۵ مه، باختر

د لغمان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې  د یاد ولایت په مرکز اړوند د ده ملخ کانال د بیا رغونې چارې د ۷۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي.

د مسوولینو په خبره ، د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د یاد ولایت د مرکز اړوند ده ملخ کانال د بیا رغونې چارې د UNDP موسسې په مالي ملاتړ د ۷۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کانال ۱۱۳۵ متره اوږدوالی او ۵۶ د کنټرول دروازې لري چې په ۷۸ کاري ورځو کې په اساسي توګه بیا رغول شوي، چې په رغېدو سره یې  ۴۰۰ جریبه ځمکه خړوبېږي او ۴۷۰ کورنۍ به ترې په مستقیمه او ۸۰۰ نورې کورنۍ به په غیر مستیقمه توګه ترې ګټه پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته