امنیت

په لغمان کې د څو ډار اچوونکو بريدونو پلان جوړوونکی ونيول شو

ـ کابل/باختر د غبرګولي ۳۰ مه
امنيتي مامورینو په لغمان کې هغه سړى ونیو چې د څو مرګانيو ډار اچوونکو بريدونو پلان جوړوونکی و.
ملا عبدالصمد د لغمان د مرکز مهترلام ښار په بابا کمپ کې په ځانګړو عملياتوکې ونيول شو.
د لغمان يوې امنيتي سرچينې باختر آژانس ته وويل چې ملاعبدالصمد په لغمان کې د څو مرګانيو ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو تورن دى.
هغه د امنيتي مامورینو په لومړنيو څېړنوګې د طالبانو په ډله کې په غړيتوب او دلغمان په څو سيموکې د مرګانيو بريدونو په پلان جوړولو اعتراف کړى دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته