ښوونه او روزنه

په لغمان کې د څه ناڅه ۳۸ ملیونو افغانیو په ارزښت شخصي ځمکه د ولسونو له لوري پوهنې ته ډالۍ شوه.

کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ٢٤  :
د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ولایت دمقام د  هڅو له امله د ۱۱ دیني مدرسو او ښوونځیو د جوړولو لپاره د (۳۷۷۵۰۰۰۰) میلیونو افغانیو په ارزښت په بېلا بېلو سیمو کې شخصي ځمکه د پوهنې د مینه والو له خوا پوهنې ته ځانګړې او ډالۍ شوه، چې په راتلوونکي کې پرې ښوونځي او مدرسې جوړې شي.
دلغمان والي عبدالجبار نعیمي وايي چې د جمهوررييس د لارښوونې او د پوهنې په برخه کې د هغه د ځانګړي پیغام رسولو له مخې یې چې ولسونه باید د ښوونځیو د ودانول او ښوونځیو ته په وړیا توګه د ځمکې په واک کې ورکولو په برخه کې افتخاري تيارى وښيي، کار پیل کړی چې په دغه ولایت کې شتمن خلک دې ته وهڅوي چې د پوهنې په برخه کې ځانګړې مرستې او همکارۍ وکړي دى زیاتوي چې د پرله پسې هڅو او پر دولت  د خلکو د اعتماد په پایله کې یې د ۱۱ دیني مدرسو او ښوونځیو د جوړولو لپاره(۲۳،۱۵) جریبه ځمکه پیدا کړې چې له پلان سره سم به د مدرسو او ښوونځیو لپاره په کې نوې او عصري ودانۍ جوړې شي.
لغمان والي په دغه ولایت کې په ښه څرنګوالي سره د پوهنې وده،په علمي کارونو او خدمتونو کې د ولسونو د ونډې زیاتوالی او دپوهنې  پياوړتيا او د ښوونکو د ستونزو هواری خپل کاري لومړیتوبونه ګڼي او ولس ته ډاډ ورکوي چې په مسوولیت او شفافیت سره به خلکو ته غوره خدمت وکړي.
دى له ټولو هغه کسانو مننه کوي چې دیني مدرسو او ښوونځیو ته یې خپلې ځمکې ځانګړې کړي دي او د دوی دغه خدمت او احساس ستایي، له شتمنو خلکو او اړونده مرستندویه بنسټونو غواړي چې د پوهنې د پیاوړتیا په برخو کې لغمان ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ډالۍ او ځانګړې شوې ځمکه کې به د الیشنګ د ښوونکودروزنې موسسې لپاره الحاقیه وداني، د قرغه يو د میاخیلو لومړنى ښوونځي لپاره ودانۍ، د قرغه يو د دار ارقم دیني مدرسې لپاره وداني، د شمکت د پشه یي دنجونولومړني ښوونځي لپاره وداني، د الیشنګ قلعه شرف الدین دنجونولومړني ښوونځي لپاره ودانۍ، د الیشنګ تعلیم القران دیني مدرسې لپاره ودانۍ، د الیشنګ ګردي سالاب لومړني ښوونځي لپاره ودانۍ، د الیشنګ د میاصاحب د دارالحفاظ لپاره ودانۍ، د قرغه يو د ولس درې لومړني ښوونځي لپاره ودانۍ او د قرغه يود مشله کمرد لومړني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړې شي.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال شاوخوا (۱۹۵۵۷۲) زده کوونکي په لغمان ولایت کې ښوونځیو ته ځي چې له دې جملې څخه نهه اویا زره او درې ويشت انجونې دي او هم ټول ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانیستي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته