امنیت

په لغمان کې د څلور تنو طالبانو مرګ ژوبله.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١
په  لغمان ولايت کې دنويو نښتو له امله يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه  نور يې ټپيان شول.
ويل کيږي  چې ددغې ډلې سيمه  ييز قوماندان قارى نجيب الله هم  په ټپيانو کې شامل دى .
دغه نښتې  پرون ناوخته داليشنګ ولسوالۍ د مارجه خيلو او دمياصاحب ديرې په سيمو کې هغه وخت رامنحته  شوې چې د قاري نجيب الله افرادو   په   امنيتي مامورينو بريد وکړ .
دلغمان دپوليسو ويندوى ياسين باختر آژانس ته وويل  : په دې نښتو د طالبانو د ډلې يو غړى   ووژل شو او دقاري نجيب الله په  ګډون درې تنه ټپيان شول .
ده وويل  په دې نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان  نه دى رسيدلى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته