مهترلامباختردچنګاښ ٣٠ مه
د لغمان د مهترلام ښار او د دولت شاه ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د شاوخوا نهو ميليونو افغانيو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو پروژې پلې کېږي.
چارواکي وايي چې، يادې پروژې د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د اوبو رسولو برنامې په مالي لګښت، چې لس سلنه لګښت يې د سيمې اوسېدوونکي ورکوي رغول کېږي.
د لغمان د کليو د بيا رغونې او پراختيا رييس امان الله مياخېل د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سيمې سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پيدا او ګڼې ستونزې به يې راکمې شي.
مياخېل د پرمختيايي شوراګانو استازو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلوونکي کې به دې ته ورته نورې پروژې هم عملي کړي.
په ورته مهال که څه هم د سيمې اوسېدوونکي د پروژو په پلي کېدو خوښ برېښي، خو له مسوولينو غواړي چې د دوى په سيمو کې ورته نورې پروژې هم پلي کړي، ترڅو د سيمې د ګڼو کورنيو ستونزې راکمې شي.پاىوصال