په لغمان کې د يو جومات ملا امام شهيد شو
کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه د لغمان د مرکز مهترلام ښار د يو جومات ملا امام شهيد کړ.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي باختر آژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والوکسانو قاري غورځنګ د مهترلام ښار په ګمين سيمه کې کله چې خپل کورته روان و، په ډزو سره شهيد کړ.
تراوسه د دغه ترور مسووليت چا په غاړه نه دى اخیستى.
دوه اوونۍ وړاندې هم ناپېژاندو وسله والو کسانو يو ديني عالم په پروان کې ترور کړ.
ختم-ج-ا