کابل باختر دتلې دمياشتې ٢٣ :
د لغمان ولايت د مرکز او ولسواليو په لسګونو ديني عالمانو ، قومي مشرانو،
جهادي شخصيتونو،د مدني ټولنو غړو او ځوانانو د يو والي او دا منيت په تامينولو کې له امنيتي ځواکونو څخه د کلک ملاتړ غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د قومونو او قبايلوچارو وزير ګلاب منګل، دلغمان والي عبدالجبارنعيمي، د قومونو او قبايلو په چارو کې د وجمهوررييس سلاکار وزير عبدالهادي واحدي،د ولايتي شورا غړو ،د امنيتي ارګانونو مسوولينو، منسوبينو او د دولتي ادارو رئيسانو هم برخه درلوده.
په غونډه کې د لغمان ولايت د ولايتي شورا غړو ، د مرکز مهترلام، الينګار، قرغه يي، اليشنګ او دولت شاه ولسواليو ديني عالمانو او مشرانو د خپلو خبرو پرمهال د هېواد د دښمنانو ټولې ناروا تروريستي کړنې په کلکه وغندلې او د دښمنانو ټولې کړنې يې د اسلاميت او بشريت پرخلاف وبللې .
د لغمان ولايت ديني عالمانو او مشرانو حکومت ته ډاډ ورکړ چې په يو والي سره به دخپل نظام تر چترلاندې د امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي د سر او وينو په قيمت سره به خپله خاوره ساتي.
دوى د ولس او نظام پر دښمنانو غږ وکړ چې خپلې باطلې جګړې ته د پاى ټکى کيږدي او نور د پرديو په اشاره په دې خاوره کې د ظلم، وحشت او دهشت لوبې پاى ته ورسوي.
د لغمان ولايت ديني عالمانو او ولسي مشرانو سوله يو الهي امر ياد کړ او له دې امر څخه يې سرغړونکي د اسلام او افغانانو دښمنان وبلل او دا خبردارى يې هم ورکړ که له دې وروسته هرڅوک په لغمان ولايت کې د امن، سولې او ثبات پرضد حرکت وکړي په ولسي قوت به يې مخنيوى وکړي.
عالمانو ټول هغه کسان شهيدان وبلل چې د امنيتي، کشفي او نظامي ارګانونو په ليکو کې د دې خاورې له ارضي تماميت، دولتي حاکميت، ملي ګټو او ملي نواميسو څخه د سر او وينو په قيمت سره د فاع کوي او هغه يې د دې ټولنې او تاريخ شرميدلې کسان وبلل چې د نورو په اشاره خپل هېواد ورانوي.
د لغمان ولايت د امنيتي ارګانونو په استازيتوب د لومړۍ پلې لوا قوماندان خبرې وکړې، د ولسونو له ملاتړ څخه مننه وکړه او د خوښۍ په څرګندولو سره يې دوی ته ډاډ ورکړ چې د دې وطن د ټولو سيمو ، هسکو مينو او درو امنيت به وساتي ترڅو چې يو سرباز هم ژوندى هم وي د خپل ولس او خاورې څخه به دفاع وکړي او په خلکو يې غږ وکړ چې د امنيت په تامينولو کې له دوى سره همکاري وکړي .
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د قومونو او قبايلو چارو وزير محمد ګلاب منګل د خلکو يو والى د هېواد په پرمختګ او امنيت کې ډير مهم وباله او له امنيتي،کشفي او پوځي ځواکونو څخه په ټينګه ولسي ملاتړ يې د ولس اسلامي او ملي مسووليت ياد کړ.
ده پر خلکو غږ وکړ چې سره يو شي او په خپل هېواد کې د روانو بدمرغيو او نا امنيو په مخنيوي کې له دولت سره اساسي همکاري وکړي.
ښاغلي منګل ډاډ ورکــړ چې د لغمان ولايت د خلکو ټولې غوښتنې به تر عالي مقام پورې ورسوي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي غونډې ته د خپلو خبرو پرمهال د امنيتي ځواکونو کړنې،لاسته راوړنې او قربانۍ وستايلې او د دوى قربانۍ يې د وطن په دفاع او ساتنه کې نه هيريدونکې وبللې.
ده هغه کسان د اسلاميت او بشريت دښمنان وبلل چې د پرديو په اشاره په دې خاوره کې د جومات ، ښوونځي ،کلينيک،سړک، پل ، علم او قلم پرضد جګړه کوي او ټوله ورځ د پرديو په پيسو او ټوپکونو خپل هېواد ورانوي.
ده زياته کړه: که ولسونه د خپل نظام تر چتر لاندې خپل اتحاد وساتي نو د هغه دښمن خوله به له تورو خاورو ډکه او افغانستان به له روانو بدمرغيو وژغورل شي.
ده له هغه پلار ، مور او کورنۍ څخه درناوى وکړ چې او لادونه يې د دې خاورې او ولس دخدمت په لاره کې شهيدان شوي دي او د هغه کورنيو پر حالت او ژوند يې افسوس څرګند کړ چې اولادونه يې د هېواد په ورانويو کې وژل کيږي.
د غونډې په پاى کې د لغمان ولايت ټولو مشرانو او ديني عالمانو دولت ته د امنيت په تامين کې دهر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې يې شپه او ورځ خپل چمتوالى وښود
وروسته د امنيتي،کشفي او پوځي ارګانونو يو شمير منسوبينو ته چې دخاورې او ولس دخدمت په ډګر کې يې ښې لاسته راوړنې درلودې مکافات او ستاين ليکونه ورته ورکړل شول.
2 3 دقیقې لوستل