په لغمان کې د ولسوالۍ جام تر سرلیک لاندې د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
د لغمان کرکټ ادارې له لوري د نهو لوبډلو تر منځ د ولسوالۍ جام تر عنوان لاندې د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې چې ۱۴ ورځې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د لغمان د کرکټ ادارې مسؤل جمیل ستانکزي وویل، چې دوی نن دوه د مرکز، کوچینانو، کوهستان ټایګرز، پنځه ولسوالیو چې ټولې نهه لوبډلې کېږي، د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل کړې چې ۱۴ ورځې به دوام وکړي.
نوموړي وویل چې هره ورځ به دوه سیالۍ تر سره کېږي چې تر پایلوبې به ټولې ۱۹ سیالۍ وشي.
ستانکزي د یادو سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ همغږي، یووالی او د کرکټ مینوالو لپاره یوه تفریح برابرول یاد کړل.