په لغمان کې د وسله والو طالبانو يوه پنځه کسيزه ډله دسولې له بهير سره يوځاى شوه .
کابل باخترد سلواغې يوولسمه :
په لغمان کې د وسله والو طالبانو يوه پنځه کسيزه ډله له جګړې څخه لاس واخست اودسولې له بهير سره يوځاى شوه .
دغه ډله تراوسه پورې دالينګار ولسوالۍ په ځينو برخو کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و .
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو درسنيو دفتر باختراژانس ته وويل : دغو وسله والو طالبانو چې په تيرو وختوکې يې په هېواد کې ډار اچوونکي فعاليتونه ترسره کول ، پيښماني وښودله او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به د خپل هېواد په بياجوړولو اودامنيت په تامينولو کې رول ولوبوي
دغو وسله والو طالبانو خپل جنګي وسايل هم پوځيانو ته وسپارل او له طالبانو يې وغوښتل چې دسولې لاره غوره کړي .
ختم_ شکريه – اکرم