امنیت

په لغمان کې د ورانکارو فعالیتونو په تور یو تن نیول شوی دی

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۱ مه
د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په ماسموت کې د ورانکارو فعالیتونو په تور یو تن له یوې تومانچې سره یوځای نیول شوی دی.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې یاد کس پرون د ملي امنیت ځواکونو له لورې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.
دیو بل خبر له مخې، افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ د کرم خېلو په سیمه کې یو ماین کشف او شنډ کړی دی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته