امنیت

په لغمان کې د هاوان ماين د لګيدو له امله درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول

متهرلام باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٧ :
وسله والو کسانو د پوځي ځواکونوپه پوستو بريدونه وکړل.
دلغمان دوالي وياند سرحدي ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: درې تنه ملکي وګړي هغه وخت ټپيان شول چې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو  او د ملي اردو د ځواکونوپه پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې جګړه ونښته او د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتوکې د بديع آباد او د قلعه صوفي په کليوکې په ملکي ساحو د هاوان د ماينونو د لګيدوله امله يوه نجلۍ او دوه هلکان ټپيان شول.
ده وويل چې د پيښې ټپيان د درملنې لپاره دلغمان ولايتي روغتو ن ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته