په لغمان کې د نیالګیو د کښېنولو د اشر پیل

مهتر لام/ باختر/ د کب دمیاشتې ۵ مه
په لغمان ولایت کې د جمهوري ریاست او د ولایتي ادارې له لوري د ( تلپاتې سولې لپاره نیالګی کښېنوم او دعا کوم) تر عنوان لاندې د ۱۰۰ زرو نیالګیو کښېنولو لړۍ پیل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛
د نیالګیو د کښېنولو د دغې لړۍ د پیل پر مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ وویل چې د جمهور رئیس د لارښوونې له مخې به په دغه ولایت کې د ولایتي مسوولینو، قومي مشرانو او ځوانانو له خوا د سولې تر نامه لاندې ۱۰۰ زره بېلابېل نیالګي کښېنول شي.
ننګ د لغمان ولایت د ځوانانو د هغه نوښت ستاینه وکړه چې دوی په رضاکارانه ډول د نېالګیو د کښېنولو په کمپاین کې برخه اخیستې وه.
ده له عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو څخه وغوښتل چې د تلپاتې سولې لپاره دې له دوی سره خپله همکاري زیاته کړي.
په همدې حال کې د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي وویل: ( په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره نیالګی کښېنوم او دعا کوم) د کمپاین پر مهال به د سلطان غازي بابا ښارګوټي په عامه پارک کې ۱۰ زره نیالګي د تلپاتې سولې په پار کښېنوي.
له بلې خوا د لغمان ولایت ګن شمېر ځوانان د جمهور رئیس له دې پروګرام څخه د ملاتړ تر څنګ وايي چې د سولې راتلو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي.
(په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره نیالګی کښېنوم او دعا کوم) تر نامه لاندې د نيالګيو کښېنولو کمپاين په داسې حال کې پيل شو چې په دې وروستيو کې د سولې په اړه خبرو هېوادوال د تلپاتې سولې راتللو ته هیله من کړي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د لغمان د ولایتي ادارې له لوري د نيالګي د کښېنولو او کرنیز نندارتون پرمهال شاوخوا ۶۰ زره میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کښېنول شوي وو.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته