دمهترلام ښار /باختر دسلواغې دمياشتې ١٩نيټه :
نهه تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې په نويو نښتو کې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان د پوځيانو په دوو جلاجلا عملياتوکې د دغه ختيځ ولايت په مربوطاتو کې وژل شوي دي.
د هېواد په ختيح کې د ملي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند ٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل چې دغه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ ساعتو کې په لغمان ولايت کې د خورو ورو نښتو په بهيرکې ووژل شول .
ويل کيږي په دغو جګړو کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ