ښوونه او روزنه

په لغمان کې د نجونو لپاره ښوونځی رغول کېږي

– کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۱ مه
د څه د پاسه ۱۹ میلیونو افغانیو په لګښت د لغمان د مرکز مهترلام ښار په سلطان غازي بابا ښار ګوټي کې د نجونو لپاره ښوونځي جوړېږي.
چارواکي وايي چې دغه ښوونځی په په دوو پوړونو کې رغول کېږي چې ۸ تدریسي او ۷ ادارې خونې به ولري.
د لغمان د پوهنې رییس عبد الله حمیدي د باختر آژانس سیمه یيز خبریال ته وویل چې دغه ښوونځی د څه د پاسه ۱۹ میلیونو افغانیو په لګښت په شپږ نیم جریبه ځمکه کې جوړېږي چې چارې به یې په یو کال کې بشپړې شي.
پای /وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته