کابل باختر د ثورپنځلسمه :
په لغمان ولايت کې د عملياتو په بهير کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار د پوځيانو له خوا د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ او د مهترلام ښار ته څېرمه د پوځيانو له خوا بريدونه وشول .
. د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې ؛په دغو عملياتوکې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل دغه طالبان په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې بريدونه پرې وشول .
د رارسيدلو خبرونوله مخې ، پوځيان د دغه عملياتو په بهير کې بريالي شول چې د مهترلام _ الينګارولسوالۍ د لويې لارې په دواړو خواو کې په لسګونو کلي د ډار اچوونکي له شتون څخه پاک کړي .
ويل کېږي په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو يوه ډيپو هم د پوځيانو لاس ته ورغلې ده .
د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې؛د مهترلام _ الينګار دلويې لارې په شاوخوا سيمو کې د بشپړ امنيت تر تامينولو پورې به د وسله والو طالبانو په سنګرونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي . ختم_ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل