په لغمان کې د طالبانو د راکټي بريد مخه ونيول شوه

_کابل باختر د وري د مياشتې ٧ نيټه :
د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ _ مهترلام ښار په لويې لارې د طالبانو د راکټي بريد مخه ونيول شوه.
د لغمان ولايت د پوليسو يوه مقام باخترآژانس ته وويل ؛ وسله والوطالبانو غوښتل  چې د دغي دستګاه په واسطه  د قرغيو_ اومهترلام ښار په لويه لاره بريدونه وکړي.
ده وويل ؛ وسله والوطالبانو د توغندي ويشتونکي دغه دستګاه د قرغيو ولسوالۍ  دغر په سر ځاى پرځاى کړې وه.
د دغې پيښې  په اړوند څوک نه دي نيول شوي  خو امنيتي مقامات وايي چې د عاملانو دپېژندنې اونيولو لپاره يې هڅې پيل شوي دي.پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته