امنیت

په لغمان کې د شپږو تنو وسله والوطالبانو وژل کېدل او د څو چاودنو مخنيوى

د مهترلام ښارباختردغويي دمياشتې ١٤نيټه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په  لغمان ولايت  کې په نويو نښتو کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار  په الينګارولسوالۍ کې بريدونه وشول.
د لغمان ولايت د پوليسو يوه  مقام باخترآژانس ته وويل؛  په دغو نښتو کې شپږ تنه ووژل شول.
ده وويل ؛ دغه وسله وال طالبان کله چې  په يو لړ ډاراچوونکو بريدونو بوخت وو،  بريد پرې وشو.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې؛ په لغمان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورانو نن سهار څلور ماينونه   د دغه ختيځ ولايت  په  ګڼ ميشتو لارو  کې کشف اوشنډکړي دي.
د لغمان پوليس وايي دغو وسله والو طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښحولوسره يو لړ ډاراچوونکي پېښې رامنځته کړي خو بريالي نه شول .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته