روغتیا

په لغمان کې د سل بستريز روغتون د جوړولوکار پيل شو

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
په لغمان ولايت کې دسل بستريز روغتون دودانۍ دجوړولو کار نن دعامې روغتيا د وزيرې ډاکترې ثريا ليل او د لغمان د والي له خوا پرانستل شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې ددغه روغتون  د جوړولودکار د پيل له امله جوړه شوې وه؛ دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل، دلغمان والي ډاکترفضل الله مجددي، په ولسي جرګه کې دلغمان دخلکو استازو، د لغمان ولايت دعامې روغتيا رييس او د دولتي ادارو رييسانو، عالمانو او روحانيونوګډون کړى و.
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريادليل په مهترلام ښارکې دسل بستريز روغتون د جوړولوکار پيل د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولوکې يومثبت ګام وباله او ويې ويل چې ددغه روغتون په جوړيدو سره به د ډاکتر او درملو د نه شتون له پلوه د لغمان ولايت د خلکو اساسي ستونزې لرې شي .
دلغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي دسل بستريز روغتون دبنسټ د ډبرې ايښودل دناروغانو دعلاج او درملنې او پاکستان ته د ناروغانو د ليږدونې د مخنيوي په لاره کې  يو اغيزمن ګام وباله او ويې ويل: هيله لرم چې د دغه روغتون په جوړيدو سره د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د خلکو ستونزې لرې شي او زموږ خلک وکولى شي خپل  ناروغان دهيواد په دننه کې معاينه او تداوي کړي .
دغونډې په دوام په ولسي جرګه کې دلغمان د خلکو استازو او څو تنو سپين ږيرو د روغتون جوړول د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولوکې يو ګټور ګام وباله او هيله يې وکړه چې دغه اقدام په پاى کې وکولى شي د علاج او درملنې په برخه کې خلکو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
دلغمان ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالطيف قيومي باخترآژانس ته وويل: دغه روغتون په مهترلام ښارکې د اته شپيته جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي چې په دوو پوړونوکې څلور بلاکونه پکې په پام کې نيول شوي دي.
دغه روغتون به دناروغانو د درملنې خونې، التراسوند، درملتون ، د عملياتو خونه او نور ملحقات ولري.
دغه روغتون  دعامې روغتيا وزارت له پرمختيايي  بودجې څخه د دوه سوه شپږ پنځوسو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
همدا اوس د لغمان ولايت په مرکز او څلورو ولسواليوکې يو دولتي روغتون او نهه ديرش روغتيايي مرکزونه شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته