په لغمان کې د سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې

مهترلام  / د چنګاښ / ۶/ باختر

د اوبورسونې د یو کانال په جوړېدو، په لغمان کې د سلګونو جریبه کرنيزې ځمکې اوبه برابرې شوې .

دغه کانال د ٨٦٠مترو په اوږدوالي، د قرغیو ولسوالۍ کروندو ته اوبه رسوي .

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه کانال د درې ميلیونو شپږ  سوه زره افغانیو په لګښت جوړ شوی دی .

دغه وزارت وایی چې د دغه کانال په جوړېدو سره څه ناڅه ٥٠٠ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي .

بزګران د دغه کانال له جوړېدو خوشحاله دي او وایی د کافي اوبو په واک کې لرل د دوی د کرکیلې او کار د سمون سبب کېږي .

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته