ښوونه او روزنه

په لغمان کې د سلطان غازي بابا د ښوونځي لپاره دویمه ودانۍ جوړه شوه

مهترلام باختر د لړم ۹ مه
د څه ناڅه ۱۳ میلیونو  افغانیو په لګښت د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د سلطان غازي بابا د ښوونځي دویمه ودانۍ جوړه او ګټې  اخېستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان د پوهنې رییس عبدالله حمیدي باختر اژانس ته وویل چې د سلطان غازي بابا د ښوونځي دویمه ودانۍ چې په درې جریبه ځمکه کې د یوه کال په موده کې جوړه شوې، ۶ تدریسي او دوه اداري خونې، تشنابونه او د پاکو اوبو څاه پکې موجوده ده چې ټولټال پرې ۱۲ میلیون او ۷۰۷ زرو ۹۵۳ افغانۍ لګښت راغلی دی.
هغه زیاته کړه چې د هرمل ښوونځي لپاره یې د چاردیوالۍ چارې هم د دغې پروژې په چوکاټ کې بشپړې کړې دي.
په همدې حال کې  د لغمان والي محمد اصف ننګ د یاد ښوونځي د چارو په بشپړیدو خوښي وښوده او یادونه یې وکړه چې د یوه تعلیمي مرکز جوړل تر ټولو ستر جهاد دی.
هغه وویل چې په زده کړې سره هیواد د ترقۍ او ابادۍ په لور ځي، نوټول ولسونه دې د ښوونځیو په ساتنه او پالنه کې خپل اسلامي او ملي مسوولیت ادا کړي.
والي د پوهنې ریاست او د یاد ښوونځي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د ښوونځي په داخل کې دې د سرسبزۍ لپاره هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
د سلطان غازي بابا د ښوونځي د پرانستې په دغو  مراسموکې د ولایتي شورا یو شمېر غړو هم په خپلو خبرو کې د یاد ښوونځي په جوړیدو د خوښۍ ترڅنګ د زده کړې په ارزښت هر اړخیز ټینګار وکړ.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته