امنیت

په لغمان کې د دوو چاودنو له امله يو تن ووژل شو او دوه تنه ټپيان شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
په لغمان ولايت کې د دوو پرله پسې چاودنو له امله يو ملکي وګړى شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه چاودنې نن سهار د شپږو بجو په شاوخوا کې د اليشنګ ولسوالۍ ته څېرمه په يوه ګن ميشته لاره کې وشوې.
د لغمان ولايت يو سيمه ييز مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغو چاودنو له امله يو ښځه شهيده شوه او يوه بله ښځه او نارينه ټپيان شول .
دغه سيمه ييز مسوول وسله وال طالبان د دغو بم ايښودنو مسوول وبلل او ويې ويل: ددغو پيښو د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
په همدې حال کې د لغمان د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغو چاودنو د يوه تن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى.
طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼ ميشتو لاروکې د بمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي؛ داسې اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته