خبرونهټولنه

په لغمان کې د (جامع اصحاب الصفه) په نامه یوه جهادي مدرسه پرانیستل شوه

کابل، د غبرګولي ۲۳ مه، باختر

د امیرالمومنین د ځانګړي فرمان پر اساس چې په هر ولایت کې به یوه مدرسه جوړیږي، د همدې فرمان له مخې لغمان ولایت کې هم د جامع اصحاب الصفه په نامه یوه جهادي مدرسه پرانیستل شوه.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د پرانیستې په مراسمو کې خوښي څرګنده کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت امیرالمومنین د فرمان او منظوري پر اساس نن لغمان کې دیني او جهادي مدرسه پرانیستل شوه.

د ساجد په وینا، چې دوی د خپلو هڅو او کوښښونو په نتیجه کې وکولای شول چې دغه مدرسه جوړه کړي. هغه وایي، چې په یاده مدرسه کې به زر زده کوونکي جذب او په بېلابېلو برخو کې به زده کړې پيل کړي.

په همدې حال کې مرستیال والي مولوي سیداحمد بنوري وویل چې له مدرسې هرې ستونزې ته به په خپل وخت رسیده ګي کېږي.

بل لور د یادې مدرسې مهتمم شیخ محمدسلیم حقاني وویل چې مدرسه کې به زر تنو ته تدریس ورکول کېږي او د تدریس چارې یې به یې په همدې نږدې ورځو کې د جیدو عالمانو لخوا پیل شي.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته