امنیت

په لغمان کې د اوو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

 کابل باختر  دزمري دمياشتې ١١ نيټه :
د يوه قوماندان په ګډون اووه تنه وسله وال ډار اچوونکي پرون په لغمان ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠١سيلاب قول اردو وياند شيرآقا فقيري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال ډار اچوونکي د دغه ولايت د الينګار ولسوالۍ د سړک په تګلوري کې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ووژل شول .
ده زياته کړه: په دغوعملياتوکې څلور تنه نور ډار اچوونکي ټپيان او درې تنه نور ونيول شول او د هغوی یوه  اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونولاسته ورغلي  او څه دپاسه څلويښت کلي د وسله والوطالبانوله شتون څخه پاک شول. 
فقيري وويل: دغه عمليات چې دوه ورځې مخکې پيل شوي و، پرون پاى ته ورسيدل. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته