امنیت

په لغمان کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته

کابل/باختر/ د چنګاښ ۶ مه
د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په شمه خېلو کې پرون د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې او طالبانو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور یې سخت ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته