کابل باختر د چنګاښ ۱۷ مه
د لغمان د الشینګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفري باختر آژانس ته وویل چې ګډو افغان ځواکونو پرون په الیشنګ ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې د دې ولسوالۍ څلور کلي پلټل شوي چې د پلټنې پر مهال دوه کسان له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
دغه عملیات چې د ډاډمن امنیت د تامين او د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د زمینې د برابرولو په موخه پیل شوي لا هم دوام لري.
پای/وصال