امنیت

په لغمان کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

‘-کابل باختر د تلي شلمه لس تنه وسله وال طالبان د نويو بريدونوپه بهير کې په لغمان ولايت کې ووژل شول په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه دلغمان ولايت د مهترلام ښارکې هغه وخت پرې بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و . دهيواد په ختيځ کې دپوليسو يوه چارواکى باختراژانس ته وويل چې په دغه بريدکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول . ده وويل دغه وسله وال طالبان په مهترلام ښار کې په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې بريد پرې وشو. ويل کېږي په دغه بريدکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په لغمان ولايت کې امنيتي مامورانو١١ تنه دجنايي جرمونو په تور ونيول . دغه کسان پرون دهېواد ددغه ختيځ ولايت په بېلابېلو سيمو کې دامنيتي مامورانو دځانګړو عملياتو او پلټنې په بهير کې ونيول شول . ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته