امنیت

په لغمان کې دفولاد – ٣٦ چاڼيز عمليات پيل شول .

-کابل باختر د کب  اتلسمه :
امنيتي مسوولينو دلغمان ولايت   دمرکز په جنوب لويديځو ساحو کې دفولاد – ٣٦ په نامه  دامنيتي ځواکونو دګډو چاڼيزو عملياتو  دپيل خبر ورکړ.
  د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ  دمطبوعاتي دفتر مسوول  ډګرمن شيرين اقا  دباختراژانس خبريال ته وويل :  دورانکارو فعاليتونو دمخنيوي  او دمخالفينو  دځالو دله منځه وړلو په موخه  نن  دامنيتي ځواکونو په ګډو هلوځلو سره  دلغمان ولايت  دمرکز په جنوب لويديځو ساحو کې دفولاد-٣٦ چاڼيز عمليات پيل شول .
ديوبل خبر له مخې ، دملي اردو منسوبينو  دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي  له شلو کيلوګرامو هيروئينو سره پرون  دننګرهار ولايت  دغني خيلو ولسوالۍ په فرش آب سيمه کې ونيول .
ډګرمن شيرين اقا فقيري دباختراژانس خبريال ته وويل : دغه نشه يي توکي  چې په يوه کرولا ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوي  و ، له دوو تنو عاملينو سره يې کشف او ترلاسه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته