په لغمان کې دطالبانو دډلې دترور ددوو تنو موظفينو وژل کيدل
کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه : دوه تنه يرغلګر چې دلغمان په ولايت کې دطالبانو دډلې دترور موظفين وو دپوځيانو دډزو له امله ووژل شول . دغه دوه تنه پرون کله چې غوښتل يې يو افسر دمهترلام په ښار کې ترور کړي دپوځيانو په ډزو کې له پيښو وغورځول شو . دلغمان دوالي وياند اسد الله دولتزي دباختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه بريد ګر ووژل شول. ده وويل چې وژل شويو کسانو په لغمان کې د څو تنوافسرانو ، سيمه ئيزو مسوولينو او دقومي مشرانو په ترور کې لاس درلود . سيمه ئيزو مقاماتو دغه دوه تنه ډار اچوونکي په لغمان کې دطالبانو دډلې غړي وبلل . ختم_ عطاالله _اکرم