په لغمان کې دحيدر خان ليسې دنوى ودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه

دلغمان ولايت دحيدر خان ليسې دنوى ودانۍ دبنسټ ډبره پرون ددغه ولايت دپوهنې دچارواکو له خوا کيښودل شوه .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې دغه ودانۍ ددنمارک ددانيدا موسسې په مرسته په يو پوړ کې په پاخه ډول جوړيږي .

په دې ودانۍ کې اته درسي خونې ، څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته