امنیت

په لغمان کې داوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د تلي څليرويشتمه
اووه    تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې  دپوځيانو په بريد کې ووژل شول
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه دلغمان ولايت دمرکز مهترلام ښار په لويه لاره   کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و . .
دهيواد په ختيځ کې دپوليسو يوه چارواکۍ باختراژانس ته وويل چې په دغه بريدکې اووه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول .
  ده وويل دغو طالبان دمهترلام _ الينګار په لويه لاره کې  په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې دپوځيانو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کېږي په دې جګړه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي چې امنيتي مامورينو په لغمان ولايت کې  ١٤ تنه دجنايي جرمونو دترسره کولو په تور ونيول .
په دغو کسانو دغلا ، شوکمارى او دنشه يي توکو دقاچاقو تور لګول شوى دى چې پرون ددغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه  دامنيتي ځواکونو په عمليات کې ونيول شول
  ختم_ج_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته