امنیت

په لغمان کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل او دڅوچاودنو مخنيوي

-کابل باختر د ثورديارلسمه :
په لغمان ولايت کې دنويو نښتو  له امله اته  تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار  دپوځيانو له خوا  دلغمان ولايت د الينګار په ولسوالۍ کې  دپوځيانو له خوا  بريد وشو .  .
دلغمان ولايت  دامنيې قوماندانۍ  يوه چارواکۍ باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې اته  تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ده وويل دغه طالبان په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې بريدونه پرې وشول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې په لغمان کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه
امنيتي مامورينونن سهار  دلغمان ولايت  له ګڼ ميشتوسيمو څخه پنځه ماينونه  کشف او شنډ کړل .
دلغمان پوليس وايي طالبانو غوښتل چې ددغو ماينونو  په ښخولو سره ډار اچوونکي پيښې رامنځته کړي خوبريالي نه شول .   ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته