خبرونهاقتصادټولنه

په لغمان کې تېر کال د ۱.۶ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۰۴ پروژې پلې شوې دي

کابل، د غبرګولي ۱۹مه، باختر

د لغمان د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې تېر کال د ۱.۶میلیارده افغانیو په لګښت ۱۰۴ لویې او وړې پروژې پلې شوې دي.

د یاد ولایت د اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې تېر کال په دغه ولایت کې د اسلامي امارت او بېلابېلو موسسو له لوري د ۱ میلیارد ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت ۱۰۴ لویې او وړې پروژې پلې شوې چې په کې ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

په وینا یې، روان ۱۴۰۳ کال هم په پلان کې لري چې ۱۳۷ پروژې پلې کړي او زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

باید وویل شي، چې د اسلامي امارت بیا راتګ سره هېواد کې زرګونه لویې او وړې پروژې پلې شوي او یا یې هم کارونه روان دي، چې د هېواد والو له تود هرکلي سره مخ او د دغه ډول لازیاتو پروژو د تطبیق غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته