کابل / د چنګاښ ۲۹مه / باختر
د لغمان پوليسو اته تنه تېره شپه په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د ترسره کولو په اړوند ونيول.
د لغمان د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول شفيع الله افغانيار باختر آژانس ته وويل چې د دغې قومندانۍ منسوبینو دغه کسان د هوايي ډزو او د غير قانوني وسلو د ساتلو په تور له مهترلام ښار څخه نيولي دي.
هغه زياته کړه چې نيول شويو کسانو د نېکمرغه لوى اختر د رارسېدو په مناسبت په ډزو سره د ښار د عامه نظم د ګډوډولو سبب شوي وو.
ختم-ج-ا
3 د یوې دقیقې څخه لږ