کابل باختر دکب ديارلسمه :
پنځه ويشت تنه دار اچوونکي دتيرو دوو ورځو په بهير کې په لغمان کې ووژل شول .
دغه ډار اچوونکي ددغه ولايت دمرکز مهترلام ښار په مربوطاتو کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونوپه عملياتو کې ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ددغو عملياتوپه بهير کې دښمنانو ته ځپنده ګوزارونه اوښتي دي چې له امله يې ددښمن پنځه ويشت تنه دار اچوونکي ووژل شول او دوه ديرش تنه نور ټپيان شول
په دغو عملياتو کې ددښمنانو په ځپلو کې دهوايي ،او دملي اردودکوماندو دقوتونو رول مهم بللى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ