امنیت

په لغمان ولايت کې دوه تنه له ځانمرګى بريد مخکې ونيول شول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٥
په لغمان ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه.
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو نن په يوه نيمه بجه په لغمان ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد مخه ونيوله.
نيول شوي تروريستان رحيم الله ځانمرګى بريدکوونکى او په طوفان مشهور طلا محمد د رحيم الله ليږدونکې غوښتل چې د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښارکې ځانمرګى بريد وکړي چې هدف ته له رسيدو مخکې له چاوديدونکو توکو بار له يو موتر سايکل سره ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته