کابل باختر د تلي دولسمه :
دطالبانو دوه تنه قوماندان په لغمان کې له سيمه ييزو پوليسو په نښته کي و وژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دلغمان دوالي ويندوى سرحدي ځواک باخترآژانس ته وويل : دغه نښته تيره شپه له هغه وروسته ونښته چې وسله والو طالبانو دګړوچ او انګيخي ولسوالۍ دبادپخ په سيمه کې دسيمه ييزو پوليسو په پوستو بريد وکړ.
ده وويل د طالبانو بريد د پوليسو له مقاومت سره مخامخ شو چې له امله يې دطالبانو دوه تنه قوماندان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
ځواک زياته کړه په دې پيښه کې دسيمه ييزو دوه تنه پوليسان شهيدان اويو تن بل يې ټپي شو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ