په لغمان او فراه کې ۶ تنه د جنایې جرمونو په تور ونیول شول
کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د لغمان او فراه امنیې قومندانۍ مسوولینو په دغو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تور د ۶ تنو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.
د لغمان د امنیې قومندانۍ مسوولینو د باختر آژانس خبریال ته وويل، چې د دولت شاه ولسوالۍ د ګډيالۍ په کلي کې څلور تنه له یو کور څخه دوه میله وسلې او د سل زره افغانیو د غلا په تور نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د فراه په مرکز کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو دوسیې له څېړنو وروسته اړوند ارګانونو ته سپارل شوې دي.