امنیت

په لسګونو ځوانان دقندهار په بېلابېلو سيموکې دملي اردو له ليکو سره يوځاى شول .

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
په لسګونو ځوانانو دقندهار په بېلابېلو سيمو کې دملي اردو  له ليکو سره يوځاى شول .
دغه ځوانان له يوې پوځي زده کړه ييزې  دورې وروسته دارغنداب اودژيړي په ولسواليو کې په خپلو سيموکې ځاى پرځاى شول .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو قوماندان جنرال بيک مراد وفايي ددغو ځوانانو دفراغت په غونډه کې وويل چې دغه ځوانان به له دې وروسته په خپلو سيمو کې په پوځي واحدونوکې دتروريستي  ګواښونو په وړاندې دفاع وکړي .
دسيمه ييزې  اردو په نامه دپوځي واحدونو  په جوړېدو سره په هېواد کې په دغو واحدونو کې دسيمې دځوانانو داستخدام بهير  ګړندى  شوى دى .
دغه ځوانان  له پوځي زده کړې وروسته  دپوځيانو په توګه  خپلو سيمو ته ستنيږي او دتروريزم  په وړاندې مبارزه کوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته