کابل / د زمري ٧ مه / باختر
په هرات کې د وسله والو طالبانو په لسګونو غړي په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ووژل شول.
دغه بريدونه نن د ګذرې، پښتون زرغون، شينډنډ او کرخ ولسواليو په مربوطاتو کې د وسله والوطالبانو پر غونډو ترسره شول.
د هرات يو پوځي چارواکي باختراژانس ته وويل: په دغو بريدونو کې ٤٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٧ نور ټپيان شول.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
\ ذ
12 د یوې دقیقې څخه لږ